Banner

نوې ټپيزې: محمدحنيف حيران

22.02.2011 10:56

رانجه رانجه اوښکې مې لاړې
لکه وياله اوښکې مې لاړې
پر زنګانه اوښکې مې لاړې
په خوب ويده اوښکې مې لاړې
د مسافر جانان په سر دې خير وينه

څه دې راکړي دي څه درکړم
ته او خدای څرنګه زړه درکړم
توره، خنجر که چاړه  درکړم
زلميه څرنګه خوله درکړم
په شاه دې نشته د تېرو تورو وارونه

څوک وايي ښکلی څوک بد مور دی
مينه رښتيا چې سورکی اور دی
ماته يې تش ديدن پېغور دی
چاراته ويل جانان دې تور دی
ما په رڼا ليدلی نه دی تور به وينه

ټنډه دې ويړه کړه آسمانه
ته څه خبر يې له خپل ځانه
خالي پر تا نه ده ودانه
په کابل مه اوره بارانه
يار مې شوقي دی لنګۍ نه ورټولوينه

زړه د مين ساتلی نشې
حال دې د زړه ويلی نشې
په ډکه خوله خندلی نه شې
چې په زينه ختلی نشې
نامردې ولې دې ګيبی پرتوګ کاوونه

څومره سپېره برخه زما ده
ګډه ازغو سره حلوا ده
که نه يې خورمه نو ګناه د ه
دا سپينه خوله دې لنګه غوا ده
په زړه ظالمې يار دې وچه ډوډۍ خورينه

نعيم سيرت 25.05.2012 04:42

ديرې ښې ټپييزې ما ديرې خوښې شوې
په کابل مه اوره بارانه
يار مې شوقي دی لنګۍ نه ورټولوينه

حمید توتاخیل 02.04.2012 06:46

ډیر ښکلی ډیر ښکلی هیله ده حیران صاحب زما لپاره یوه یا دوه دانی ټپیزی ولیکی د مینی په باره کی
زما دایمل ادرس ده

Hamid.sangr@mod.gov.af

عتیق الله سیرت 23.02.2011 07:42

واه واه حیران صیب
دا سپینه خوله د لنګه غواده
په زړه ظالمې یار د وچه ډوډۍ خورینه

عبدالولی همدرد توتاخېل 23.02.2011 07:33

واه .د څه کوی ېاره . څومره په زړه پورې دی .ګوره کنه مونږ سره دی په حجره کښی دهوکه وکړه .تا خو وېل ی نوی ټپېزې نشته. داچېرته وی?

همدرد صاحب سلامونه

نه ياره دوکه مې نه ده کړې هغه شپه چې تاسې ټينګارکولو چې بايد نوې ټپيزې درته ووايم خو ولا چې دا مې د دانش صاحب په ټينګار په دې موخه ليکلې دي، چې هغه نن سبا زما د ټپيزو کتاب، يو ځلې بيا په دې لار راشه،  په دويم ځل چاپوي، ځکه چې بازار کې نه موندل کيږي، ويل يې چې يو څو نورې هم ورته راوليږه چې له هغو سره يې يو ځای چاپ کړو.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.